کابل باختر د چنګاښ يو ديرشمه :
په فارياب ولايت کې دوسله والو طالبانو د ځپلو په مقصد چاڼيز عمليات پيليږي .
دفارياب دولايتي شورا رييس دباختراژانس خبريال ته وويل دغه عمليات په ډير لنډ ممکن وخت کې پيليږي .
ده زياته کړه تراوسه پورې دوسله والو طالبانو د ځپلو په مقصد په دغه ولايت کې څو محدود عمليات ترسره شوي دي . او اوس په دغه ولايت کې امنيتي حالت تر زياتې اندازې پورې ښه شوي دي .
فارياب په دې وروستيو وختو کې دبدخشان ، کندز او دسرپل دولايتونو ترڅنګ دناامنيو ډګر دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ