ښوونه او روزنه

دحرفوي زده کړو دکورسونو په فارغانو تصديق ليکونه وويشل شول

کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

دحرفوي  زده کړو دکورسونو په څلورڅلويښتو تنو فارغانو نن دعلاوالدين په روزنتون کې   تصديق ليکونه وويشل شول

دغو مداومينو دافغانستان دپياوړتيا  اوپرمختيا دټولنې دموسسي په مرسته په يو کال کې دخياطي  ، ګلدوزي ، سينګار ، څرمنې ګنډلو، کروشنيل  ګڼدلو او ترکاڼي په برخو کې زده کړي دي دي .

دغه راز دمقالي ليکنې او داستان  ليکنې  ددرې مياشتو کورسونو په ١٥٠  تنو فارغانو هم تصديق ليکونه وويشل شول.

دغه کورسونه دامريکا  دسفارت  او  داقرا دتحصيلي موسسې په همکاري  جوړشوي و.

 دباختر اطلاعاتي اژانس  دخبرله مخې  په هغې غونډه کې  چې له همدې امله  جوړه شوې وه دشهيدانو، معلولينو اوټولنيزو چارو وزيرې امنې افضلي  خبري وکړي او ويي ويل  په دغه روزنتون کې ديتيمو ماشومانو په ساتنې سربيره دحرفوي زده کړو زميني هم برابري شوي دي .

په  دې غونډه کې دغه راز داقرا  دلوړو ز ده کړو دخصوصي تحصيلي موسسي رييس مسعود ترشتوال هم خبرې وکړي.

دغونډي په پاى کې دروزنتونو نو  لوى رييس سيدعبدالله هاشمي ته دشهيدانو  ، معلولينو او ټولنيزو چارو دوزيرې له خوا دريمه درجه ستاين ليک ورکړشو.

امنې افضلي  اوملګري هيئت يې دروزنتون دزده کوونکو دلاسي صنايعو نندارتو وکوت .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته