نړۍ

دعراق په رمادي ښار کې د دوه سوه پنځوسو تنو داعشاينو وژل کيدل .

بغداد باختر د مرغومي شپاړلسمه :
دعراق اردو ددغه هېواد دالانبار ولايت دمرکز رمادي ښار په لويديځ  بريد سره دداعش دوه سوه پنځوس تنه تروريستان وژلي دي .
دسومريه نيوز دخبر له مخې: عراقي ځواکونو پرون درمادې په لويديځ کې  په حديثه ښار او په پروانه سيمې دټوپونو ډزې وکړې دغه راز په دغو عملياتو کې دداعش دډلې په غړو پورې اړوند کابو سل موټرونه ويجاړ شوي دي .
دداعش دډلې دجنګ وزير ثامر محمد مطلوب حسين المحلاوي او درې  تنه ملګري يې دپروانه ناحيې  ته څيرمه  دعراق داردو دځواکونو په هوايي  بريد کې وژل شوي او دعراق داردو ځواکونو دپروان سيمه ازاده کړه .
عراقي ځواکونو په دې وروستيو وختو کې درمادي دازادولو او ددغه ښار دپاکولو  دعملياتو دپيل  خبر ورکړى و
په همدې حال کې رمادي دجنګ جګړو له امله ويجاړ شوى دى او دعراقي مقاماتو دڅرګندونو له مخې :ددغه ښار داوسيدونکو ستنيدل دمياشتو مياشتو جګړو له امله دسختو تاوانونو درسيدو په دليل له وخت څخه مخکې دى .
  دداعش تروريستي ډلې د مې په مياشت کې  رمادي او دهغه شاوخوا سيمې نيولې وې او دهغو دازادولو عملياتو کابو دوه مياشتې دوام وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته