کابل- باختر د زمري دمياشتې ٣
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د خاصو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د تروريستي ډلې يو قوماندان په حاجي آکا مشهور ملا آغا محمد د ده د تروريستي شبکې له څلورو تنو غړو سره نيولى دى .
د ملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
نيول شوي کسان د هلمند ولايت اوسيدونکي دي چې دلښکرګاه ښار او د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ورانکارو او تروريستي فعاليتونو، ماين ښخوونو او په انسان تښتونې بوخت وو.
2 د یوې دقیقې څخه لږ