امنیت

يوسلو څلويښت تنه سيمه ييز پوليسان له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٤
يوسلو څلويښت تنه سيمه ييز پوليسان پرون د زابل ولايت دامنيې قوماندانۍ له تعليمي مرکز څخه له څلورو اوونيو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه ، د زابل ولايت امنيه قوماندان جنرال ميرويس نورزي وويل: روزل شوي سرتيري د زابل ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې د پوليسو په ليکوکې په خدمت ګومارل شوي دي.
د زابل والي محمد انور اسحق زي له دغو سرتيرو څخه چې مسلکي زده کړې يې کړې او د پوليسو په ليکوکې به وګومارل شي؛ وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي چې له دولت سره د خلکو اړيکې ښې شي او له هغوى سره همکار واوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته