امنیت

يوه څلور کسيزه تروريستي شبکه په هلمند کې ونيول شوه

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دوسله والو طالبانو دډلې  يوه څلورکسيزه شبکه دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيولې ده .
باختراژانس دملي امنيت دلوى رياست له خوا دخپرې شوې خبرپاڼې له مخې  خبرورکړ  دغه شبکه  دوسله والو طالبانو دډلې  داستخباراتو دمسوول قوماندان نصير  په مشرۍ  دهلمند ولايت دمارجې  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په تروريستي  فعاليتونو او دامنيتي ځواکونو دوسايطو دتګ راتګ په لاره کې  دکمين په نيولو بوخته وه .
په دغو عمليات کې  څلور تنه تروريستان له دريو ميلووسلو او شپږو مخابرو سره نيول شوي دي .    ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته