نړۍ

هند له پاکستان سره خپلې پولې تر ٢٠١٨ م کال پورې تړلي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
دهند حکومت له پاکستان سره خپلې پولې تر ٢٠١٨ م کال پورې تړي.
باختر آژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ : دهند دکورنيو چارو وزير راجيت سنګ وويل چې دا کار د دې څرګندوى دى چې پوځي تحرکات کمښت ومومي او دسيمې خلک بيرته دهند دپنجاب سيمې ته ستانه شي.
راجيت سنګ زياته کړه چې دپولو په تړلو کې به د تکنالوژۍ له ډيرو اغيزمنو وسايلو څخه کار واخيستل شي.
ده له پاکستان سره په ګاوند کې دڅلور ايالتونو له مامورينو سره له خبرو وروسته رسنيو ته وويل چې ديوې سرحدي امنيتي شبکې غوښتنه کوي چې له تکنالوژۍ څخه په استفادې سره پولې وتړي.
دهند دکورنيو دچارو وزير ددغه هيواد دسرحدي ايالتونو له مقاماتو سره په غونډه کې وويل : حکومت پريکړه کړې ده .چې پولې ته څيرمه له ٦ ولسواليو څخه دسيمې د خلکو دبيځايه کيدو مخه ونيسي.
دپنجاب اعلى وزير وويل : چې خلکو ته دې په سرحدي سيمه کې خپلو کورونو ته دبيرته ستنيدو اجازه ورکړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته