ترينکوټ باختر دمرغومي دمياشتې ٦ نيټه :
يوولس تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په نوې جګړه کې ووژل شول.
جګړه نن سهار په دهراوود ولسوالۍ کې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان د وسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښته.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې ١١ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ