سیاست

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د چین له صدر اعظم سره وکتل

کابل – باختر د ليندۍ د مياشتې ٢٥
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته د چین د ولسي جمهوریت په ژانګژو ښار کي د شانګهای سازمان د لومړي وزیرانو د سرمشریزه په حاشیه کي د یاد هیواد له صدر اعظم لي کیچانګ سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې لیدنه کي د افغانستان او چین د هر اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کي پر راتلونکو اقداماتو، د افغانستان د سولي پر پروسه او په افغانستان کي د پانګه اچوني پر امکاناتو او فرصتونو خبري وسوې.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له چینایي صدر اعظم سره په لیدنه کي د هغه هیواد له همکاریو څخه د منني ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل، چي له خپل نفوذ څخه په مثبتي ګټي اخستني سره د سیمي هیوادونه له افغانستان سره صادقانه همکاریو ته اماده کړي.
هغه زیاته کړه، چي په افغانستان کي امنیت د سیمي په ګټه دی او دلته د امنیت تر راتګ وروسته اقتصادي فعالیتونو او پانګه اچوني ته په اسانۍ سره لار هواريږي.
نوموړي د امو دریا حوزې او میس عینک پروژو ته په اشارې سره وویل، چي چین دي خپل پانګوال او شرکتونه تشویق کړي، څو په افغانستان کي پانګه اچونه وکړي او په دې توګه سره دوه اړخیز اقتصادي روابط نور هم تقویه سي.
د هیواد اجرائیه رئیس د زیر بنا په برخه کي د چین د تخنیکي مرستو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چي د یادو همکاریو ترڅنګ د سیمه ییزي نښلوني لپاره د افغانستان له جغرافیایي موقعیت څخه هم باید ګټه پورته سي، ځکه چي دا هڅه د افغانستان او چین ترڅنګ د سیمي د نورو هیوادونو لپاره هم اقتصادي فرصتونه رامنځ ته کوي.
د چین د ولسي جمهوریت صدر اعظم لي کیچانګ د افغانستان د اسلامي جمهوریت له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ننۍ لیدنه کي وویل، چي هیواد یې د یوه باثباته، ازاد او پر پښو ولاړ افغانستان غوښتونکی دی او په دې برخه کي هر راز مرستي او همکارۍ ته تیار دی.
نوموړي زیاته کړه، چي دوی په افغانستان کي د سولي د راتګ ملاتړي دي او په دې ملاتړ دوی نه یوازي له افغانستان سره همکاري کوي، بلکه له خپل هیواد او خپلو خلکو سره هم مرسته کوي، ځکه په خبره یې، چي با ثباته افغانستان تر ټولو زیات د چین په ګټه دی.
هغه د نن ورځي په لیدنه کي یو ځل بیا د افغانستان د سولي په پروسه کي د خپل هیواد د بشپړي همکارۍ یادونه وکړه او وویل، چي دوی د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولي له خبرو څخه ملاتړ کوي.
ښاغلي کیچانګ یادونه وکړه، چي دوی په کابل کي د اوسېدني کورونو جوړولو ته ژمن دي او غواړي چي د اوبو، انرژۍ او نښلوونکو لارو په رغونه کي له افغانستان سره خپلي همکارۍ زیاتي کړي.
د چین صدراعظم وړاندي وویل، چي هیواد به یې د راتلونکي پنځو کلونو لپاره افغان زدکوونکو ته ۵۰۰ د لوړو زدکړو بورسونه ورکړي.
نوموړي د هیواد اجرائیه رئیس ته ژمنه ورکړه، چي دوی به چینايي پانګوال تشویق کړي، څو په افغانستان پانګه اچونه وکړي، خو غوښتنه یې وکړه، چي د افغانستان حکومت دي د هغوی ساتني او ورته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کي ضروري ګامونه واخلي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته