نړۍ

د هغه کاناډايي عسکر لپاره لس کاله بند چې په خپلو ناروغانو يې جنسي تيرى کاوه

تورنتو باخترد کب اتمه :
په کاناډا کې يوې محکمې په دغه هيوادکې دبې هوشۍ يومتخصص ډاکتر چې په خپلو ناروغانو له پيچکارۍ او د دوى دبدن له بې حس کولو وروسته يې جنسي تيرى کاوه؛ په لس کاله بند محکوم کړ.
  باخترآژانس دبي بي سي له خولې خبر راکړ: پنځه شپيته کلن ډاکتر جرج دودنات چې په خپلو يو ويشتو تنو ناروغانو په جنسي تيرى تورن شوى و؛ اوس په محکمه کې په مجرم بلل کيدو سره د کار اوطبابت د جواز په باطليدوسربېره په لس کاله بند محکوم شوى دى .
د ډاکتر دودنات قربانيان چې له پنځه ويشت کلنې څخه تر پنځه اوياکلنې پورې ښځې دي؛ محکمې ته ويلې دي: کله چې ده په دوى په جنسي تيري لاس پورې کاوه؛ لا هوښيارې وې، خو نور يې نه شواى کولاى د درملو د پيچکارۍ په علت دخپل بدن غړي وښوروي.
له يوه مورد پرته جنسي تيري دغه موارد د تورنتو ښار د نارت بورک په عمومي روغتون کې او د ٢٠٠٦-٢٠١٠کلونو په زماني واټن کې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته