ښوونه او روزنه

له مخکې جوړو ودانیزو توکو څخه په ۱۷ ولایتونو کې ښوونځي جوړېږي

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٢مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ له مخکې جوړو ودانیزو توکو څخه د شپږ زره ښوونځیو د جوړولو په خاطر پرون مازیګر په ارګ کې غونډه جوړه شوه. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې غونډه کې د پوهنې، د کلیو دبياجوړولواو پرمختیا د ښاراوکورجوړولو وزیرانو د مخکې جوړو ودانیزو توکو څخه د شپږ زره ښوونځیو د جوړولو د ډیزاین او عملي کار په اړه راپور وړاندې کړ. هغوی وویل د ښوونځیو پر بېلابېلو طرحو کار شوی دی. د دغو وزارتونو مسوولانو زیاته کړه، له مخکې جوړ ودانیز توکي د ولایتونو اقلیمي شرایطو ته په کتو په مناسبه بیه او لوړ کیفیت جوړېږي او له دغو توکو څخه به لومړنۍ ودانۍ په کابل ښار کې ګټې اخېستو ته وسپارل شي. د پوهنې وزیر ډاډ ورکړ چې ډيرژر به د ۱۷سړوسيمواوټولوسيموښوونځیو لیست چمتو او د کلیو دبياجوړولواو پرمختیا وزارت ته به یې وسپاري، تر څو له مخکې جوړو توکو څخه په کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي. جمهوررئیس محمداشرف غني په هېواد کې له مخکې جوړو توکو څخه د ښوونځیو په جوړولو کې د دغو وزارتونو کار وستایه اود مالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د مخکې جوړو ودانیزو توکو د چمتو کولود بهیر د چټکتیا لپاره اړوندو بنسټونو ته مالي سرچینې په واک کې ورکړي. د یادونې وړ ده چې له مخکې جوړ ودانیز توکي ۷۵سلنه په فابریکه او پاتې ۲۵سلنه نور د ودانۍ په اصلي ځای کې بشپړېږي، چې د یوې ودانۍ د جوړولو لپاره په کم وخت کې زیاتې اسانتیاوې برابروي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته