کابل / دمرغومي ١١مه / باختر د طالبانو ډلې پورې اړوند څلورډار اچوونګي په هوایی برید کې ووژل شول . د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د باختر اژانس خبریال ته وویل: افغان هوایی ځواکونو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ او د زابل په شنکي ولسوالۍ د تروریستانو پر پټنځایونو بریدونه وکړل چې له امله یی څلور ډار اچوونکي ووژل شول . په بريدونو کې د ترویستانو دوه پټنځایونه او یوه اندازه سپک او درانده جنګي وسایل له منځه تللي دي .سعیده
0 د یوې دقیقې څخه لږ