اقتصاد

چين په پام کې لري له افغانستان څخه زياته وچه ميوه وپيري

کابل /دلړم ٣٠مه /باختر
په افغانستان کې د چين سفير ويلي دي هېواد يې په پام کې لري چې له افغانستان څخه وچه ميوه وپيري.
دهغه د څرګندونوله مخې ؛ پخوا په چين کې په څو دقيقو کې د افغانستان ٢٦ټنه جلغوزه وپلورل شوه.
په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو د افغانستان له مقاماتوڅخه د وچې ميوو د پيرودنې لپاره دخپل هېواد د پروګرامونوخبرورکړ.
هغه په خپل تيوتر پاڼه کې وليکل ( بايد يادونه وکړم چې د افغانستان ٢٦تنه جلغوزه په څو دقيقوکې په چين کې په انلاين ډول وپلورل شوه .الوتنې به دوام وکړي اوزموږ راتلونکي لومړيتوب د نورو وچو ميوو پيرودل دي).
وانګ يو څرګنده کړه چې تراوسه پورې چين ته د افغانستان د جلغوزو لس الوتنې ترسره شوي دي.
هغه وويل چې چين به په دې برخه کې خپل شفافيت پراخ کړي .او خپل امکانات به له افغانستان او د نړى له نوروهېوادونوسره شريک کړي.
په روان ميلادي کال کې لومړنى الوتنه دافغانستان له ٤٥ ټنو جلغوزوسره د نوامبر په ٩ نيټه له کابل څخه په شانګهاي کې د پودونګ هوايي ډګر ته ورسېدې.
د چين سفير په هغه وخت کې وويل: ( په سلګونه ميليونه ډآلره چې له دې لارې ترلاسه کېږي افغان بزګرانوته ستره ګټه لري ).
چين ته له افغانستان څخه د جلغوزي د صادراتو پرسر موافقه د روان کال د اکتوبر د مياشتې په وروستيوکې د چين د ولسي جمهوريت د بهرنيوچارو د وزير وانګ يې اود طالبانو د بهرنيوچارو د وزير امير خان متقي ترمنځ د خبرو په بهيرکې ترسره شو.
په دې کتنه کې د طالبآنو يو استازى له چينايي تجارتي شرکتونوسره د مسقيم سوداګرې لپاره له افغاني شرکتونوسره د مرستې غوښتنه وکړه.
د طالبانود بهرنيوچارو وزارت څرګنده کړه ( متقي له چين څخه غوښتنه وکړه چې افغاني سوداګرو د ستونزو له حلولو سره مرسته وکړي.چې د مرمرو، د طبي بوټو، بادام، وچ انجير، پسته اودجلغوزي په ګډون نور تجارتي مالونه په مستقيم ډول له افغانستان څخه چين ته صادر شي).
د جلغوزو صادرات په صنعتي ډول د افغانستان په سوداګرى کې ځانګړى ځاى لري د افغانستان د رسنيو په خبره د افغانستان مقاماتود ٢٠١٩کال په وروستيوکې ويلي و چې چين ته به د جلغوزو صادرات دوه مليارده ډآلروته ورسېږي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته