ټولنه

دهوټلونو او رستورانټونو دفعاليت دڅرنګوالي مقرره جوړيږي .

کابل باختر د ليندي لومړى :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمالي اداري اوګرځندوى دمعينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ نن دهوټلونو اورستورانټونو د فعاليت دڅرنګوالي  په برخه کې دمقررې دطرحې په باب  يوه غونډه جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمالي اداري او ګرځندوى معينې وويل چې دمشرانو جرګې دشکايتونو داوريدو دکميسيون دپريکړې له مخې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په مشرۍ  دعدليې ، ماليې ، عامې روغتيا او داقتصاد دوزارتونو او دغه راز دسوداګرى دخونو  ، دافغانستان دکسبګرو او دهوټلونو داتحاديو درييسانو اواستازو په ګډون ددولتي او نادولتي ادارو په ترکيب يو هيئت موظف کړى شوى دى . چې په هېواد کې دهوټلونو اورستورانټونو دفعاليت د څرنګوالي په برخه کې دمقررې طرحه برابره کړي .
په دې غونډه کې برخه والو ددغې مقررې  دبرابرولو  دڅرنګوالي  په اړوند  خپلې نظريي  او پيشنهادونه وړاندې کړل او ژمنه يې  وکړه چې دهوټلدارۍ دکار داصلاح په لاره کې  به کوتلي  ګامونه واخستل شي .
دغه راز دعامې روغتيا وزارت استازي په  هوټلونو کې دروغتيايي مسئلو په اړوند اودکابل ښاروالۍ  استازي په نااستوګنو ساحو کې دهوټلونو دجوړولو په باب  خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل .
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا هم په دې باب چې بايد دغونډو په جوړولو کې مناسب  فرهنګ شتون ولري دموسقۍ غږ له اندازې  څخه پورته نه وي او دافغاني ټولنې فرهنګي ارزښتونوته زيات درناوى وشي نظريې  وړاندې شوې .  پوهنيارې  مصطفوي  څرګنده کړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دهوټلونو او رستورانټونو دفعاليت دڅرنګوالي دمقررې  طرحه  بشپړه او دقانوني پړاونو دبشپړولو په خاطر به داړوندو ادارو دبشپړو نظريو له ترلاسه کولو وروسته دعدليي وزارت ته وليږل شي .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته