امنیت

١٤ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونو کې دملي دفاع وزارت دځواکونو په پرونيو عمليات کې دخلکو څوارلس تنه دښمنان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دهغو پوځي عملياتوپه بهير کې چې دامنيت  دتامينولو او دتروريستانو او ډار اچوونکو دځپلو په موخه دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ دارباب خيلو دکلي په مربوطاتو کې ترسره شول دوسله والو طالبانو دډلې  له خوا ددغې ولسوالۍ دمرستيال په توګه دنومول شوي قاري نصرت په  ګډون  ديارلس تنه مخالفين ووژل شول .
دغه راز دبغلان ولايت دچشمه شير په باغ شمال کې دامنيت دتامينولو او د ډار اچوونکو دځپلو لپاره ددفاعي او امنيتي ځواکونو دفعاليت له امله يوياغي ووژل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته