نړۍ

بالاخره دبن لادن کورنۍ وايستل شوه .

کابل باختر  د ثور اتمه

 دالقاعده  شبکي دوژل شوى مشر اسامه بن لادن کورنۍ نن سهار  له پاکستان څخه ووتله .

 نړيوالو  خبرځايونو خبر ورکړ داسامه دوه کوندې او دوه  ځوانې لوڼي  دبن لادن له يو شمير کوچنيو زامنو  سره چې په کلونوکلونو يي دپاکستان په  خاوره کې ژوند کاوه نن په ښکاره  دپاکستان ديوې محکمې  دحکم له مخې له دغه هيواد څخه ووتل .

 دالقاعده شبکي ناروغ مشر  اسامه  بن لادن له نن څخه کابو يو  کال پخوا دامريکا دکوماندو  ځواکونو له  خوا دپاکستان دايبت اباد په پوځي  سيمه کې په داسي حال کې ووژل شو چې پاکستانيانو په خپله خاوره کې دهغه دڅو کلن شتون څخه بي خبري ښودله .

 داسامه له وژل کيدو وروسته دده دوي کونډې چې يوه يمنې  اوبله يې سعودي تباره  ده له دوو ځوانو نجونو او څو زامنو  سره دپاکستان دپوليسو له خوا دغه هيواد ته دغير قانوني ورتګ په تور ونيول شول .

 په پاى کې  دپاکستان يوې  محکمې  د ٤٥ ورځو په بند او په يوې کمي اندازي نغدي جريمې او له پاکستان څخه په وتلو محکوم کړل .

 هغوي  دبند دټاکلي مودي له تيرولو وروسته نن سهار  له پاکستان څخه سعودي عربستان  ته روان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته