امنیت

په باميانوکې دقيمتي ډبرو،مهماتو او نشه يي توکو کشف اوضبط

باميان باختردغبرګولي دمياشتې٣٠نيټه :  دباميان ولايت پوليسو يو شمير  قيمتي ډبرې ، مهمات اونشه يي توکي کشف او ضبط کړل.          دباميان ولايت امنيه  قوماندان سمونوال حميدالله  خدائى  د باختر آژانس خبريال ته وويل ؛ چې دباميانو ولايت پوليسود يولړ عملياتو په ترڅ کې يوه بوشکه چاوديدونکي توکي ،يوه وسله ، يوسلو شل  ګرامه هيروئين ، اوولس ګرامه شيشه يي نشه يي توکي  او يوسلو اتيا ګرامه ترياک د دغه ولايت دفولادي درې  له يوه ويجاړ کلي څخه کشف او ضبط کړل .                                  
ده زياته کړه تراوسه پورې هيڅوک يا کومه ډله ددغې پيښې په اړوند نه ده نيول شوې .
پاى ذکرالله 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته