ټولنه

څه دپاسه ۸۰ زره نيالګي په بلخ کې کېنول کېږي

کابل / د کب ۲۰ مه / باختر
په بلخ کې د نيالګيو د کېنولو کمپاين نن پيل شو او ټاکل شوې ده څه دپاسه۸۰ زره نيالګي په دغه ولايت کې کېنول شي.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبرله مخې؛ د نيالګيو د کېنولو د کار په پيل کې د بلخ ولايت مرستيال غلام فاروق خپلواک وويل چې د يوې مياشتې په بهير کې په مزارشريف ښار او د دغه ولايت په اړوندو ولسواليو کې څه دپاسه ۸۰ زره نيالګي کېنوي.
خپلواک د مزارشريف له خلکو څخه وغوښتل چې د ژوندانه چاپېريال ساتنې په سمسورتيا کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.
د مزارشريف يوشمېر خلکو د ښار د سمسورتيا ساتنې په انتقاد سره وايي چې هرکال په دغه ولايت کې زرګونه نيالګي کېنول کېږي، خو د نيالګيو د نه ساتنې په خاطر له څو مياشتې وروسته وچېږي.
د بلخ د ژوندانه چاپېريال ساتنې رييس رحمت الله زاهد د مزارشريف د خلکو د خبرو په تاييد سره وويل چې سږکال د نيالګيو کېنول د تېروکلونو په نسبت توپير لري او سږکال له دولتي ادارو څخه د کېنول شويو نيالګيو د ساتنې لپاره يوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده چې د یادو نيالګيو د ساتنې او خړوبولو بهير وڅيړي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته