سیاست

طالبانو دسولې دخبرو بلنه ردکړه.

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٧:
يوه لويديځ خبري آژانس دطالبانو دمشرتابه شورا ديوه غړي  له خولې ليکلي دي  چې دغې ډلې  په خبرو کې دګډون بلنه چې ټاکل شوې وه دمارچ په مياشت کې ترسره شي ، رد کړې ده .
د وسله والو طالبانو دډلې دمشرتابه شورا يوه غړي  چې په کويټې شورا پورې اړه لري  درويترز خبري آژانس ته ويلي دي ؛  چې دوسله والو طالبانو ډلې  دوه اوونۍ مخکې ديوې پټې غونډې  په  جوړولو سره  دخبرو ميز ته  دهغوۍ دبلنې  څرنګوالى وڅيړه  خوپه پاى کې  دغه بلنه رد شوې ده.
د طالبانو د مشرتابه شورا دغه غړي تائيد کړې ده  چې  دوى  دخپلې غونډې له جوړولو مخکې له پاکستاني مقاماتو سره محرمانه کتنه  کړې  ده اوپاکستان له هغوى څخه  دافغانستان له حکومت سره دخبرو په موخه دخپلو واکمنو کسانو داستولو غوښتنه کړې وه ، خو دوى دغه بلنه رد کړه.
د ه ويلي دي چې دوى  دافغانستان له دولت سره   دخبرو پرځاى په جنګي عملياتو تمرکز لري  او قوماندانان او افراد يې  يا افغانستان ته استول شوي دي او يا داستولو په  حال کې دي .
دطالبانو دمشرتابه شورا دغه غړي په ډاګه کړې ده  چې دطالبانو دمشرتابه شورا يوشمير غړو دسولې   له خبرو سره  علاقمندي لرله  خو دغه بهيرته  زموږ دقوماندانانو راکښل به يو  خوب وي .
دده له دغو څرګندونو څخه دا واقعيت په ډاګه  کيږي چې دطالبانو رهبري لکه څنګه چې ويل کيږي په خپلو قوماندانانو اغيزه نلري  په داسې حال  کې چې د جګړې ډګر دقوماندانانو په لاس کې دى.
دپاکستان سياسي کارپوهان په دې عقيده دي چې  دطالبانوله خوا دپاکستان دغوښتنې  ردول ددې څرګندوى دي  چې   طالبانو خپلو دوديزو دوستانو ته  هم  شا اړولې ده  او دا  کيداى شي  پاکستان ته  ناوړې پايلې ولري  ځکه پاکستاني طالبانو په وار وار ويلي دي چې  هغوى  دافغان طالبانو دپښو منډ تعقيبوي او دا خطر شتون لري  چې دطالبانو فعاليت په پاکستان کې هم پراختيا ومومي.
دغه کارپوهان وايي چې دطالبانو مشران او قوماندانان په دې ترڅ کې  چې په پاکستان کې شتون لري دقطر او دعربي متحده اماراتو هېوادونو د فارس خليج دحوزې نورو هېوادونو ته هم تګ راتګ لري . يعني طالبان په پاکستان سربيره  نورې پتې هم لري  په داسې حال کې طالبانو خبرو ته بلنه رد کړې ده ، داسې  خبرونه ترلاسه شوي دي چې ددې څرګندوى دى  چې دپاکستان حکومت افغان مقاماتو ته خبر ورکړى دى چې نور دکوربه توب له رول سره ليوالتيا نلري  او دافغانستان دولت کولاى شي په دوحه کې دطالبانو له دفتر سره اړيکې ونيسي .
دغه ټکى  دپاکستان داکسپرس تربيون ورځپاڼې له خوا خپور شوى دى خو دافغانستان دولت تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.
ديادونې  وړ ده چې  دڅلور اړخيزې غونډې په نامه  دهمغږۍ دډلې  په  وروستۍ  غونډه کې چې دافغانستان ،پاکستان ، چين او دامريکا هېوادونه پکې شامل دي موافقه وشوه  چې  دافغانستان ددولت  اوطالبانو ترمنځ خبرې دې په مارچ مياشت کې ترسره شي .
افغان سياسي کارپوهان دسولې دخبرو په برخه کې  دطالبانو دوروستي دريځ  په اړ وند وايي ؛  چې دغه مسئله  افغانانو ته  دومره حيرانونکې  نه ده ځکه طالبانو تل دسولې له خبرو سره  مخالفت کاوه دغه  مخالفت ددوى کار او مفکوره  نه  ده بلکې دنورو لارښوونه ده  چې په دوى تپل کيږي  دطالبانو سرتمبه ګي په هغه وخت کې چې دوى  يو رهبر درلود هم شتون درلود او  اوس چې  دغه ډله په څو ډلګيو ويشل شوې ده   او هره ډله  په خپل فکر او  تګلاره کې  روانه ده ، نه شو کولاى له هغوى څخه هيله ولرو چې افغاني سوله او ګټې تعريف کړي.
په همدې حال کې يوه افغان سياسي کارپوه ويلي دي ؛  چې طالبان  له يوې پروژې  او يا له يوه امنيتي شرکت پرته  بل نه دي . هر هغه څوک  چې له هغوى سره موافقې ته ورسيږي  دغه ډله  ورته کار کوي . دلته ماديات طرحه دي  او  اوس طالبان دنړيوالو او سيمه ييزو  انکشافاتو په تګلوري کې  ځان ته  ځاى پيدا کوي .
اوس  نه يوازې  امريکا اوپاکستان او دخليج د حوزې هېوادونه  بلکې دهغوى سيال هېوادونه هم له  طالبانو سره سر او کار لري او له هغوى څخه استفاده کوي.
ديادونې وړ ده چې طالبان په داسې حال کې  دافغانستان له دولت سره خبرې ردوي  چې  څه موده مخکې دملي وحدت د حکومت مشرانو خبر دارى ورکړ چې طالبان له خبرو پرته بل انتخاب نلري او که چېرې دغه خبرې ردې کړي  ځپل کيږي .
دغه راز په څلور اړخيزه غونډه کې شاملو هېوادونو هم ويلي دي  که چېرې طالبان دسولې خبرې ردې  کړې پو پناه کيږي.
اوس سياسي کارپوهان ددغو څلورو هېوادونو  په پته وايي چې طالبانو  دسولې
خبرې ردې کړې او اوس  دهغوى دځپلو او پو پناه کولو لپاره  دعملي کار وخت دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته