امنیت

زيات شمېر ځوانان له ملي اردو سره يوځاى کېږي .

کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
په افغانستان کې دملي اردو له ليکو سره  دځوانانو دپيوستون بهير  زيات شوى دى .
دنه تاييد شويو شمېرنو له مخې ،  هره ورځ په زرګونو ځوانان  دهېواد په ګوټ ګوټ کې دملي اردو په ليکو کې دپيوستون لپاره دجلب او جذب  دمرکزونو په وړاندې ليکي جوړوي .
دغه ځوانان له پوځي  زده کړو وروسته د  سرتيري  اوافسر په توګه  دملي اردو په ليکو کې دهېواد ددفاع او له ډار اچوونکو سره دمبارزې لپاره ځاى پرځاى کېږي. .
  ننګرهار له هغو ولايتونو څخه دى چې ملي اردو په ليکو کې دپيوستون لپاره زيات شمېر ځوانان  لري .
دغه ولايت  دپوځي اکاډمۍ  په لرلو سره  دسلګونو  داوطلبو ځوانانو دپيوستون  ډګر دى .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل  چې اووه سوه تنه ځوانان  دکونړ . نورستان . لغمان او دننګرهار له ولايتونو څخه  دملي اردو په ليکو کې دغړيتوب لپاره  په جلال اباد ښار کې  راټول شوي دي .  دغه ځوانان  دپوځي زده کړو ديوې نيم کلنې دورې له تېرولو وروسته  دسرتيري  اوافسر په توګه به  دهېواد په ختيځ کې په پوځي قطعاتو کې وګومارل شي چې د ډار اچوونکودګواښونوپه وړاندې  دخپل هېواد دفاع وکړي .
نعمت  چې له کونړ ولايت څخه دملي اردو په ليکوکې  دغړيتوب لپاره ننګرهار ته راغلى دى  وايي  وياړي چې  دخپل هېواد دفاع وکړي او دخپلو ځورېدلو خلکوته  دخدمت جوګه شي .
هغه خپله ميرمن او دوه  کوچيان پرېښي دي  چې  دننګرهار په پوځي اکاډمۍ کې له زده کړې وروسته پوځي افسر شي .
دملي دفاع وزارت مقامات وايي  چې دملي اردو په ليکو کې دځوانانو پيوستون  اودهغوى  دهېوادپالنه  روحيه مخ په زياتيدو ده .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته