امنیت

نولس تنه وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل باختر دکب نولسمه :
په بغلان کې د تيرو څلور ويشتو ساعتو په بهيرکې نولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه طالبان د نويد- ٣٣ په نامه د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتوکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
ددغوعملياتوپه بهيرکې اوولس تنه نور طالبان هم ټپيان شوي او د دښمن درې ليږدونکې واسطې له منځه تللې دي.
د دښمن په ځپلوکې د هېواد د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو او د هوايي او توپچي قوتونو رول مهم بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته