امنیت

يو تروريست له ځانمرګي بريد مخکې ونيول شو

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٥ :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو يو ځانمرګي بريدکوونکې دفارياب ولايت په مربوطاتو کې ونيوه.
دملي امنيت  دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ نيول شوي سړى مخکې له دې امله چې په ځانمرګي بريدلاس پوري کړي  له چاوديدونکو توکو او ځانمرګي بريد واسکټ سره ونيول شو.
ده اعتراف کړى دى  چې دميمنې ښار په يوه ګڼ ميشت سيمه کې دځانمرګي بريد لپاره ګومارل شوي و.
دغه سړى په داسې  حال کې  نيول کېږي چې  په ځانمرګي بريد کوونکې دلوى اختر په لومړۍ ورځ دميمنې په ښارکې يو شمير  لمونځ کوونکې شهيدان کړل..
ديوبل خبرله مخې   دملي امنيت دلوى رياست  موظفينو   دسمنګانو ولايت دحضرت  سلطان او فيروزنخچېر دولسواليو په مربوطاتو کې  يو اندازه وسلې  اومهمات اوچاوديدونکې توکې  ترلاسه کړل چې دوسله والو مخالفينو له خوا پټ کړاى شوي وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته