امنیت

د افغانستان په ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونوپه غبرګون مظاهرې وشوې

کابل – باختر دوږي دمياشتې ٢٧
په افغانستان د پاکستاني پوځيانو  راکټي او د توپونو د بريدونو د دوام په غبرګون نن سلګونو تنو په کابل کې مظاهرې وکړې.
مظاهره کوونکو له لاريون وروسته په کابل کې د پاکستان د سفارت په وړاندې غونډه وکړه او د افغانستان په ځينو ختيځو سيمو يې د دغه هيواد راکټي او د توپونو بريدونه وغندل.
دغومظاهره کوونکو د (مړ دې وي) پاکستان دشعارونو په ورکولو سره دافغانستان له دولت او د ملګرو ملتو له سازمان څخه يې وغوښتل چې ډير ژر دې د دغو يو اړخيزو بريدونو د دوام مخه ونيسي.
په دغو مظاهروکې زياتره په پارلمان کې د افغانستان د ختيځو ولايتونو استازو او د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو له امله زيانمنو شويوکورنيو ګډون کړى و.
يو تن مظاهره کوونکى حاجي عيدګل چې خپل څلور کلن ماشوم يې د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو په راکټي بريدونوکې له لاسه ورکړى دى؛ د دولت او له نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې د پاکستان له خوا د افغانستان په خلکو د بربنډ تيري او د انساني حقوقو د ترپښو لاندې کولو مخه ونيسي.
دغه مظاهرې هغه وخت په پايتخت کې ترسره شوې چې تيره شپه او نن سهار د افغانستان ځينې ختيځې سيمې د پاکستاني پوځيانو د سختو راکټي بريدونو ډګر و. هغه بريدونه چې ويل کيږي د نورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې د يو ماشوم د ټپي کيدو سبب شوي دي.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل وايي چې په دغه ولايت کې د پاکستاني پوځيانو د نويو راکټي او توپونو د بريدونو له امله د استوګنې لس کورونه ويجاړ شول او په لسکونه کورنۍ د خپلو کورونو پريښودوته اړې شوې دي.
د افغانستان په ځينو ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه د ١٣٩١ کال په پسرلي کې پيل شول او تراوسه پورې دوام لري.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: تراوسه پورې د دغو بريدونو له امله د ډيورند کرښې ته څېرمه کليو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه ناڅه يو ١٨٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو جګپوړي مقامات وايي: د دغو دريو کلونو په بهيرکې څه ناڅه پنځلس زره توغندي د ډيورند کرښې په دې خوا سيمو کې لګيدلي دي او د ځاني تلفاتو ترڅنګ يې زيات مالي تاوانونه هم خلکوته اوښتي دي او په سلګونه کورنۍ له خپلو سيمو څخه بې ځايې شوې دي .
په دې وروستيو وختوکې د افغانستان د ملي امنيت شورا پوځي قوماندانانوته لارښونه وکړه چې د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونو ته ځواب ورکړي، خو دغه کارهم تراوسه پورې نه دى اجرا شوى .
د بهرنيو چارو وزارت هم په دې وروستيو وختوکې اعلام وکړ چې دافغانستان دولت به د ملګرو ملتو د سازمان په کلنۍ غونډه کې د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو موضوع دغې غونډې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته