امنیت

د دښمن د توغنديو د لګيدو له امله څلورتنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
امنيتي مسوولين وايي چې نن په لغمان ولايت کې د دښمن له خواد دريو توغول شويو توغنديو د لګيدوله امله څلورتنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د لغمان ولايت امنيه قوماندان محمد داود امين باخترآژنس ته وويل چې د طالبانو له خوا دغه توغول شوي توغندي په مهترلام  ښارکې ولګيدل چې دهغو دچاودنې له امله د يوې ښځې په ګډون څلورتنه ملکي وګړي ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته