۱۰۰ ورځې

دانتخاباتو درسانه يي کميسيون مسوولې درسنيو له مسوولينو سره يوه غونډه جوړه کړه

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دانتخاباتو درسنيو کميسيون نن دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو دانتخاباتي مبارزو دخبري پوښښ په باب درسنيو له مسوولينو سره غونډه جوړه کړه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې غونډه کې دانتخاباتو درسنيو دکميسيون مسوولې  فريدې  نيکزاد  درسنيو له مسوولينو  څخه وغوښتل چې ددغې تاريخي پيښې په پوښښ  کې خپل مسووليت دژورناليزم  له اصولو سره سم اداکړي او انډول په پام کې ونيسي .
  ده دغه راز دځينو رسنيو او دمدني بنسټونو دکړنو له امله انديښنه څرګنده کړه  او ويې ويل رسنۍ بايد دانتخاباتي مبارزو دخبرونو په خپرولو کې ديوه مشخص نوماند په ګټه هلې ځلې ونه کړي  . او په همدې ډول مدني بنسټونه دې هم دانتخاباتو دنتيجو په باب  له اټکلونو څخه ډډه وکړي .
دغه راز په دې غونډه کې دځينو رسنيو مسوولينو دانتخاباتو دمسئلو دپوښښ په برخه کې خپلې ستونزې اووړانديزونه  طرحه کړل او دارتباط دپله په توګه  يې دانتخاباتو درسنيو له کميسيون څخه وغوښتل چې ددوى غوښتنې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولينو ته ورسوي او له ټولو رسنيو سره دې انډوليز  چلند ولري  نه داچې يو شميرمحدودې  کورنۍ رسنې او زياتره بهرني رسنې دنورو په نسبت مخکې وبولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته