امنیت

نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٨ :
امنيتي  ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتوکې  دامنيتي فعاليتونو په بهيرکې نهه ويشت تنه وسله وال  طالبان ووژل شول.
دکورنيو  چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباخترآژانس خبريال ته وويل :
امنيتي ځواکونو دکندز، فارياب او د غور د ولايتونو په مربوطاتوکې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول،  دولس تنه  ټپيان او ديارلس تنه نوريې ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم د ملي پوليسو دځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو د ننګرهار، لغمان، کندز او د بلخ ولايت په مربوطاتو کې  د امنيتي ګزمې په بهيرکې څلور ماينونه کشف اوشنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته