خبرونهفرهنګTOPټولنهښوونه او روزنه

ایران د فرهنګي او ګرځندوی او تحصیلي بورسیو د ورکړې په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي

کابل، د کب ۶مه، باختر

په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي اتشه روح الله حسیني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري له معین مولوي سعدالدین سعید سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی رئیس مولوي سید محمد سعید او د افغانتور دولتي شرکت رئیس محمد نبي بها هم حاضر وو؛ د ځمکنۍ او هوايي ویزو او د ویزې د بیې په برخه کې پر شته ستونزو او ننګونو، د ځمکنیو ویزو غوښتونکو ته د زیاتو آسانتیاوو برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین، د ځمکنیو ویزو غوښتونکو ته د زیاتو آساتیاوو برابرولو په اړه معلومات ورکړل او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي اتشه هم، د یادو ستونزو د رسېدنې په لاره کې د خپل هېواد د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د ایران او افغانستان ترمنځ د فرهنګي او ګرځندوی د تجربو شریکولو او همدارنګه د تحصیلي بورسیو د ورکړې په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته