سیاست

جمهور رئیس غني: امنیتي او دفاعي ځواکونه د قانون تابع دي

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  تير ماښام د امنیتي ارګانونو له مسوولینو او منسوبینو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم او د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن د نورو په استازیتوب په کابل ښار کې د دوشنبې ورځې د لاریون د امنیت د تامین په برخه کې د امنیتي ځواکونو اقدامات او هلې ځلې یادې کړې.
یادو ویناوالو د لاریون پرمهال د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو حوصله مندي، مسلکي چلند او هلې ځلې د امنیتي ځواکونو د ښې همکارۍ او همغږۍ نښه وبلله.
جمهور رئیس غني د دوی له څرګندونو وروسته د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې او سرښندنې وستایلې او څرګنده یې کړه، ملي شورا او ټول هېوادوال د اساسي قانون تطبیق غواړي او دغه سیاسي اجماع د دې زمینه برابروي چې ټول غیر مسوول وسله وال د قانون چوکاټ ته راشي.
د هېواد جمهور رئیس د امنیتي ارګانونو مسوولینو او منسوبینو ته په خطاب کې وویل، پرون مو ټولې دنیا ته وښوده چې امنیتي ځواکونه د قانون تابع دي. هغه زیاته کړه د ولسواکي ټینګښت د غره هومره حوصله غواړي.
جمهور رئیس وویل، موږ د قوې د استعمال تر څنګ د خلکو روحیه او عامه افکار هم درک کوو. هغه زیاته کړه، څلوېښت کاله جګړو او مهاجرتونو د خلکو تر منځ بې اعتمادي ایجاد کړې.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، اکثره ځوانان احساساتي او وینه یې ګرمه ده، موږ باید په حوصله مندۍ او مهارت د هغوی احساسات ارام او ساړه کړو.
محمد اشرف غني وویل، ددوشنبې په ورځ مو ثابته کړه، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه ظرفیت لري او خپله مسلکي وړتیا، درایت او حوصله مندي مو په عمل کې وښودله او دا د خلکو په منځ کې ستاسو باور ، ملاتړ او محبوبیت نور هم زیاتوي.
جمهور رئیس زیاته کړه، زموږ برحقه دریځ نړۍ او سیمې منلی او ښه نتیجه یې ورکړې ده. هغه زیاته کړه، موږ سوله د جنګ ډګر ته وړو.  د پرمختګ واضح لاره پکار ده او د دې لپاره  باید څو بعدي فکر وکړو، ځکه وسله او د قوې استعمال یې یوازې یوه لاره ده. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته