ورزش

د جامي ټيم د اماني ټيم ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢١
د فوټبال د لومړي لاس د غور ليګ سياليو په هرات ولايت کې په يوې لوبې سر دوام وموند.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د جامي ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د اماني ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د لسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې او په دوام يې نن د نوايي ټيم د کهسان له ټيم سره لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته