امنیت

يوه ځوانه نجلۍ د کابل ښار په اوومه ناحيه کې ووژله شوه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
پوليسو د يوې ځوانې نجلۍ د وژل کيدو د علتونو په باب چې نن سهار د کابل ښار د اوومې ناحيې د چهلستون په باغ رييس ساحه کې ووژله شوه، تحقيقات پيل کړي دي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
يوه امنيتي مسوول چې د نامه له اخستلوڅخه يې ډډه وکړه؛ وويل: د مزارشريف ښار اوسيدونکي څليرويشت کلن ځوان نن سهار په يوې ځوانې نجلۍ چې د کابل ښار د يوه ښوونځي په يوولسم ټولګي کې يې زده کړه کوله؛ د کابل ښار په اوومې ناحيې پورې اړوند د چهلستون په باغ رييس ساحه کې بريد وکړ او ويې وژله.
قاتل د پوليسو له خوا نيول شوى او لومړني تحقيقات ښيي چې دغه نجلۍ د کورني تاوتريخوالي او ستونزو قرباني شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته