اقتصاد

د المان دبيا جوړولو دټيم پوځي قرارګاه دبدخشان ولايت دعامه نظم لوا ته وسپارل شوه

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
په فيض اباد ښارکې د المان دبيا جوړولوټيم پوځي قرارګاه پرون دبدخشان ولايت دعامه نظم لو اته وسپارل شوه.
ويل کيږي چې په بدخشان کې د المان دبيا جوړولو ټيم  د اوبو رسولو، بياجوړولو او پرمختيا او دملي پوليسو دښوونې اوروزنې په برخوکې له افغاني لورې سره همکاري کوي.
د المان دبيا جوړولو دټيم دملکي برخې رييس حليموت ليديز دباختراژانس خبريال ته وويل: موږ اوس په بدخشان  کې له اته کلنو پوځي دندو او بيا جوړونې وروسته له خپلې پوځي اډې څخه وځو او موږ بشپړ باور لرو چې افغان امنيتي ځواکونه کولاى شي په بدخشان کې امنيت تامين کړي.
دغه راز د المان دبيا جوړولو دټيم قوماندان وويل:  موږله افغان امنيتي ځواکونو سره په اوږد مهالو همکاريو ژمن يو او ددغه ولايت د ودى اوپرمختيا په لاره کې له هيڅ راز همکاريو څخه ډډه نه کوو.
دغه راز دعامه نظم دشپږمې لوا دپنځم کنډک قوماندان اديب الله فولاد ددغې پوځي قرارګاه دمسووليت له ترلاسه کولو اوله بدخشان ولايت څخه د الماني پوځيانو له وتلو وروسته وويل چې افغان ځواکونه دبدخشان ولايت دامنيت دتامينولو ځواکمني لري.
د المان پوځي کمپ دفيض اباد ښارهوايي ډگر ته څېرمه  جوړشوى دى چې شپږو دانۍ، يوسلو اووه کانتينري دفترونه ، داستوګني دوه سوه اتياخونې او څلرويشت روغتيايي کانتينرونه اوپخلنځي لري چې په موبل اوفرنيچر ، د اوبو رسولو په شبکې او دبريښنا په سيسټم سمبال دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته