سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دپاکستان داسلامي جمهوريت له سفير سره وکتل .

کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزى  پرون  په کابل کې  دپاکستان داسلامي جمهوريت  له سفير سيد ابرار  حسين سره  دخپل کار په دفتر کې وکتل.
  دبهرنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  لومړى  دپاکستان داسلامي جمهوريت سفير  دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت  دسياسي معين په توګه  دحکمت خليل کرزى  دټاکل کيدو له امله  دې ته مبارکې وويله  او داستانبول _  داسيا دزړه   دبهير په نسبت  دپاکستان دکوربه توب په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دموافقې له امله  په قدردانۍ سره  څرګنده کړه چې  دملي وحدت دحکومت  په جوړيدو سره  دافغانستان داسلامي جمهوريت له خلکو او دولت سره  داړيکو  راتلوونکې ته  دپاکستان دخلکو او دولت  نظر لاپسې مثبت او خوشبينانه شوې دي  اوموږ بايد  ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو دلازياتې پراختيا لپاره  هڅه او هاند وکړو.
  وروسته  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  حکمت خليل کرزى  په پاکستان کې  دورستيو تروريستي بريدونو په تيره بيا په پيښور کې  په پوځي ښوونځي  دبريد  دغندلو په ترڅ کې  څرګنده کړه  چې سوله ددواړو هيوادونو  ګډه اړتيا ده اوبايد تروريستان  په ښه اوبد  ونه ويشل شي .
  دغه راز  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارو  وزارت سياسي معين  داستانبول _  داسيا دزړه دبهير دژمنو دعملي کولو لپاره  دپاکستان داسلامي جمهوريت  دزياتو هڅو او همکاريو  غوښتنه  وکړه .
په پاى کې  دپاکستان داسلامي جمهوريت سفير  دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت  سياسي معين حکمت خليل کرزى ته  بلنه ورکړه  چې په نږدې راتلوونکې کې  پاکستان ته سفر وکړي .  چې دده له خوا ومنل شوه .
  ټاکل شوې ده  په نږدې راتلوونکې کې  دپاکستان داسلامي جمهوريت يو هيئت دافغانستان  اسلامي جمهوريت ته  سفر وکړي  او  له افغاني لورې سره  دسولې دبهيراو له تروريزم  اوبنسټ پالنې سره  دمبارزې  په اړوند وګوري  او خبرې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته