فرهنګ

دافغان کارت شرکت کارکوونکو دکابل دتاريخي ماڼيو دبيا جو ړونې لپاره مرسته وکړه

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٩ :

دافغان کارت شرکت کارکوونکو دکابل ښاروالۍ په غوښتنه  دکابل ښار دتاريخي ماڼيو دبياجوړولو په مقصد مرسته وکړه.

دافغانستان شرکت رييس محمدظريف ارغند نن دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ددغه شرکت کارکوونکو ددارالامان ، چهلستون او دتاج بيګ  دتاريخي ماڼيو دبيا جوړولو په مقصد دخپلي يوې ورځې معاش  اړوندبانکي حساب ته ليږدولي دي .

په دې وروستيو وختو کې کابل ښاروالۍ ددغو ماڼيو دبيا جوړولو په مقصد په پښتنې بانک کې حساب پرانست او له ملي سوداګرو او مرکزونو څخه يي په دې برخه کې دمرستي غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته