فرهنګ

تبصـــره :

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
٢٠١٣ کال دافغانستان خلکوپه تيره بيادلرغوني غزني اوسيدونکوته يو وياړلى
او د يادونې وړ کال دى .
په همدې کال کې دافغانستان دغه تاريخي ښار داسلامي  فرهنګ دپايتخت
دلقب په ترلاسه کولو سره په نړۍ کې ستر او د يادونې وړ اعتبار  وګاټه.
دباختر آژانس مبصر ليکي:  
پرون د کب دمياشتې څلورمه  نيټه داسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه دغزني
پاى ته رسيدونکي جشن   ورځ وه.
سره له دې چې دغه ورځ  يې دکال داسلامي فرهنګ دپايتخت پاى ته رسيدونکي جشن بللى دى خو هغه وياړ چې  دغه ښار په ٢٠١٣ ميلادي کال هغه هم  دلرغونو تاريخي آثارو په شتون کې چې زموږ دلرغونې اسلامي او فرهنګي هويت څرګندوى دى ، وګاټه .غزني هميشنى رول ترلاسه کړپه اوس وخت کې غزني دلرغونو اسلامي او فرهنګي مفاخرو  په   لرلو سره   د اسلامي هيوادونو ترمنځ له  سترو او تاريخي ښارونو له جملې څخه بلل کيږي.
په   دغه ښارکې د زيارتونو او د  مقدسه اماکنو شتون غزنى زموږ دخلکو ترمنځ
د دويمې مدينې په توګه څرګند کړى دى .
د اسلامي پايتخت په توګه د غزني لپاره د پاى ته رسيدونکو مراسمو پرځاى کول او يا جشن  يوه پلمه ده   چې کولاى شي د هيواد دغه ستر ښار ته  پاملرنه  لا زياته کړي هغه څه چې غزني په يو کال کې داسلامي فرهنګ د پايتخت په توګه ځان ته غوره کړ  نه شي کيداى د کار پاى  وي.
داسلامي نړۍ  د اسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه د غزني ښارنومول   د اسلامي نړۍ د پيوستون او داسلامي نړۍ د فرهنګ همکاريو د پراختيا لپاره يوه ښه زمينه ده.
د سنايي ، عنصري ،ابوريحان البيروني په   شان شخصيتونو له غزني  څخه   سر پورته کړ چې د اسلامي فرهنګ په پراختيا کې يې مهم  رول  درلود.
دغه  ښار دمشرانو ، پوهانو او عالمانو ټاتوبى دى چې په هيڅ  وخت او زمان کې نه شو کولاى داسلامي فرهنګ په  بدلون او وده کې د هغو په تل پاتې او هميشني  رول سترګې  پټې کړو له هغه  وروسته چې آيسيسکو هغه هم دبيا په طرابلس ښار کې په خپلې شپږمه   غونډه کې   وپتيله چې چې ٢٠١٣ ميلادي کال   غزني د   اسلامي فرهنګ پايتخت وي  .
دافغانستان دولت چې زموږ دمسلمان پال هيواد دلرغوني هويت په ساتنې ژمن دى ، د  يو کميسون   په    جوړولو سره  په     کار لاس پورې کړ چې د  اسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه دغزني د اعلام دمراسمو دپرځاى کولو لپاره لازم تياري    ترلاس لاندې ونيول شي .    هغه کميسيون چې له بيلابيلو  بنسټونو څخه   جوړ شوى   و اغيزمن کارونه   ترسره کړه.
په  دې ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت   په غزني ولايت کې څه دپاسه ديرش تاريخي څلي او آثار بيا  ورغول او د موضوع په اړوند يې څو غونډې او سيمينارونه جوړ او مديريت  يې وکړ او په دې اړوند يې په سلګونو کتابونه چاپ کړل   هغه   څه چې د وياړ سبب دى . دغزني ښار دبيا جوړولو د  بهير دوام و او هيڅ  خنډ ونه کړاى شول  چې دغزني  دتاريخي ښار دبياجوړولو د کار خنډ  شي.
نن ورځ دغزني ښار دلسګونو ترميم شويو تاريخي څلو، داسلامي فرهنګ  دمرکز دسرپټي بازار او ديوه هوايي د ډګرخاوند  دى او د لومړي  ځل لپاره په دغه ښارکې دمسافر وړونکو الوتکو ناستې امکان  پيدا کړ.
دغه راز د ښار ځينې نورې برخې هم جوړې او بيا ورغول شوې دغزني ښار خپله بڼه بدله کړه  چې مهم  عامل   يې د  اسلامي فرهنګ د  پايتخت په  توګه دغزني دچمتو کولو  په لاره کې دمسوولينو  پرله پسې کار دى چې له دې وروسته   لکه څنګه  چې دغزني والي وايي کال په کال د وري دمياشتې په څلرويشتمه ڼيته نمانځل کيږي.
هيله ده چې مسوولين د غزني پاى  ته رسيدونکى جشن د کار پاى   ونه بولي، له شک پرته په دې موده کې په غزني کې زيات کارونه وشول  ،  ترسره شوي کارونه   په هغه معنوي شهرت او ارزښت سره  چې غزني او دافغانستان نور لرغوني ښارونو يې لري ، کفايت نه کوي بايد نه يوازې په غزني بلکې دافغانستان په نورو تاريخي او لرغونو ښارونو کې بيلابيلو برخو کې ډول  ډول پروګرامونه ترلاس لاندې ونيول شي چې هغه معنوي ارزښتونه چې زموږ وياړينې دي لازيات خوندي او وساتل شي
ددغه ارزښتونو په شتون کې موږ کولاى شو د نورو هيوادونو د  زيارت کوونکو پاملرنه دخپل هيواد په لور جلب کړو ، سيمه ييز اقتصاد او صنايعو ته وده  ورکړو خپل فرهنګي افکار  ترويج کړو .طبعيي ده چې د  چارو مسوولين  په   دغه  شان
وکړي خو هيره دې نه شي چې ټولې چارې په امنيت او مصوونيت پورې اړه لري
او امنيت د ډله ييز مشارکت په شتون کې تامينيدونکى دى ،  زموږ معنوي او لرغونې وياړنې دټولو وياړ دى چې سياسي او قومي ويش  پکې شتون نه  لري او
له وسله والو مخالفينو څخه زموږ دخلکو هيله دا ده چې هغوى هم  په يوه افغاني نظر سره د عمل ډګر  ته ور ودانګي او دهيواد دلرغونو آثارو په ساتنه کې چې زموږ اسلامي او افغاني هويت دى هڅه او هاند وکړي او پرې نږدې چې پردي يرغلګر چې زموږ دهويت او فرهنګ دلوټولو په لټه کې دي  زموږ په معنوي ارزښتونو ګوزار وکړي  .  په يوه کلام کې وسله وال مخالفين دې بايد د افغان او مسلمان په   نامه دامنيت په تامينولو کې هڅه او هاند وکړي چې د هغه  وياړ په شان چې غزني زموږ دخلکو په برخه کړ،  دنورو وياړنو ترلاسه کولو لپاره زمينه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته