ټولنه

په دوو ترافيکي پيښوکې اته تنه ووژل شول

کابل باختر  د چنګاښ ٢٢ :
د پروان او دايکندي په ولايتونوکې پرون دوو جلاجلا ترافيکي پيښو له امله اته تنه ووژل شول او يوولس تنه نوريې ټپيان شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې: په لومړۍ پيښه کې چې د پروان ولايت دغوربند درې په هوشنګ سيمه کې سيند ته د يو تونس موټر د چپه کيدو زيږنده وه، پنځه تنه ووژل شول اوشپږتنه نورټپيان شول.
دپروان ولايت دترافيکو يومسوول محمديونس دپيښې علت تخنيکي نيمګړتيا وبلله.
دپروان ولايت دملکي روغتون سرطبيب  ډاکتر عبدالقاسم سنګين په دې پيښه کې د يوې ټپي ميرمنې روغتيايي حالت خراب وباله .
ديوبل خبرله مخې :
يو تونس موترچې د دايکندي ولايت له خدير ولسوالۍ څخه دپشت روق د بازار ته روان و؛ له واټ څخه ووت او د يوې درې په پنځه سوه متري ژورتياکې چپه شو چې په دې پيښه کې درې تنه ووژل شول اوپنځه تنه نورټپيان شول.
دخديرولسوال عبدالقادر رحيمي باخترآژانس ته وويل: په دې پيښه کې دوه تنه
ميرمنې او يو نارينه ووژل شول او څلور ښځې اويو نارينه ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته