ټولنه

د اوبو رسولو د پروژې کار پيل شو

 غزني باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه  :
د غزني ولايت په جاغوريو ولسوالۍ کې پرون د اوبو رسولو د يوې پروژې د جوړولو کار پيل شو.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت وياند اکبر رستمي باختر آژانس ته وويل: دغه پروژه د غزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ د زيرک ناوګرۍ په سيمه کې جوړيږي چې په جوړولو سره به يې دوه سوه کورنۍ د څښاک له اوبو څخه ګټه واخلي.
دغه پروژه د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا جوړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته