امنیت

دنشه يي توکو دتوليد شپږ کارخانې ويجاړې شوې

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٩:
دملي اردو  د کوماندو ځواکونو دنشه يي توکو دتوليد شپږ کارخانې په هلمند ولايت کې ويجاړې کړې.
دملي اردو دکوماندو او له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو ځواکونو دوسله والو دطالبانو له شتون څخه  دهلمند ولايت  دنوزاد ولسوالۍ دپاکولو په مقصد استول شوي وو چې له ډار اچوونکو ډلو سره د جګړې په بهيرکې يې دغه ډلې  له ساحې  څخه وشړلې .
په هغې خبرپاڼه کې چې دملي دفاع وزارت له خوا خپره شوې ده  ويل شوي دي  چې دنشه يي توکو شپږ کارخانې له منځه وړل شوي دي او  پنځلس زره يوسلو اووه پنځوس کيلوګرامه امونيم کلورايد،  يوزرو نوي کيلوګرامه مروفين ،.څلور  موټرونه ، درې موټرسايکلونه  او  دنشه يي توکو دتوليد نور وسايل  کشف او ترلاسه شوي دي.
ديادونې وړ  ده چې هلمند دهېواد له ناامنوولايتونو څخه شميرل کيږي چې په دغو ساحو کې دډار اچوونکو ډلو دفعاليتونو زيات رپوټونه خپاره شوي دي،.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته