امنیت

اسلامي امارت په روزګان کې د غیر قانوني وسلو پر ګرځولو بندیز ولګاوه

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د روزګان په مرکز کې د اسلامي امارت مسوولینو د تورو ښيښو موټرو او غیر قانوني وسلو پر ګرځولو بندیز ولګاوه.
د روزګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مولوي کامران ووايي چې د خپلسریو د مخنیوي دغه لړۍ یې د لومړۍ امنیتي حوزې له مسوولینو سره په ګډه پېل کړې.
هغه وایې چې ترینکوټ ښارکې یې د لسګونو موټرو تورې ښیښې سپینې کړې او زیات شمېر هغه کسان یې هم بې وسلې کړل چې غیر قانوني وسلې یې ګرځولې.
بل خوا د ترینکوټ ښاریان د اسلامي امارت د مسوولینو دغه کړنه ستایي او د دوامداره کېدو غوښتنه یې کوي.
ن/ر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا