فرهنګ

دهيواد په کچه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددويمو واحدونو دپياوړتيا لپاره ددغه وزارت هڅه او هاند .

کابل باختر دتلي دولسمه:
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي چې دولايتونو په کچه  ددغه وزارت دويم واحدونه لازيات پياوړي اوسمبال  کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې  چې دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دبيلابيلو برخو له مسوولينو او کارکوونکو سره کتلې دي ددغه وزارت په مرکزي واحدونو کې دځينو ستونزو  او دظرفيت دکمښت په تاييدولوسره وويل چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نوى مشرتوب  هوډمن  دى چې دولايتونو په کچه ددغه وزارت دويم واحدونه لازيات پياوړي اوسمبال کړي .
سيدې مژګان مصطفوي  دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست له مسوولينو او کارکوونکوسره دخپلې کتنې هدف ددغې ادارې دستونزو څيړنه  وبلله او ويې ويل چې په دې سفر کې داطلاعاتو اوفرهنګ  دکارکوونکو نظريې او وړانديزونه راټوليږي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې  په همدې حال کې  دهيواد په کچه  دلومړى خپلواکې خبري شبکې دجوړولو لپاره  ددغه وزارت دطرحې خبر ورکړ او ويې ويل  دباختر خبري شبکه  چې په پام کې دي داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت په چوکاټ کې جوړه شي په څلورويشت ساعته  ډول خپرونې  وکړي .
دې  ددغې طرحې دپياوړتيا په خاطر دهرات ولايت دمخورو او فرهنګيانو دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
په دې ترڅ کې دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس اريا  اووفيان هم ددغه ټکى په بيانولو سره چې په ژوره توګه په ستونزو پوهيدل دحل دلارو چارو دموندلو په خاطر دهڅو دزياتوالي سبب کيږي داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعينې   دشتون هرکلى وکړ .
اووفيان وويل چې دهرات ولايت  داطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې دهمکاري او مرستې روحيه شته او ددغو همکاريو په رڼا کې  له بودجوي او تشکيلاتي  محدوديتونو سره سره زياتره ستونزې لرې شوي دي .
دغه راز ددغه رياست دبيلابيلو څانګو  ځينو امرانو اومسوولينو هم خپلې ستونزې طرحه  کړې او دتخصيص او تشکيل دکمښت له پلوه يې سر وټکاوه دوى دتاريخي څلو دترميمولو ،  دعامه کتابتون دپياوړتيا او ځوانانو ته دمطالعې دزمينې دبرابرولو په خاطر  دنويو کتابتونونو  دجوړولو او ځوانانو ته دڅيړنې او تحقيق دبهير دپياوړتيا  په لاره کې  دپانګونې په خاطر  دبودجې د بيلولو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته