سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي دویمه کاري غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د ليندۍ د میاشتې ٢٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي دویمه کاري غونډه، تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سولې د اجماع لپاره په سیمه ‎ییزو چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي او د جمهوري ریاست د عالي مقام د عمومي دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي د مذاکرې د اساساتو او شیوو او د جمهوررئیس د لارښوونو په اړه چې په لومړۍ غونډه کې کړې وې، په تفصیلي توګه خپل لیدلوري او نظریات وړاندې کړل.
جمهوررئیس د سولی د مذاکره کوونکي پلاوي د منسجمو وړاندېزونو او نظریاتو مننه وکړه وې ویل، د سولې د خبرواترو لپاره مذاکره کوونکی پلاوی له هراړخیز ملاتړ څخه برخمن دی او د مشورتي بورډ له غړو سره به په مختلفو سطحو د ناستو لړۍ دوام ومومي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته