سیاست

اطلاعاتو ته لاسرسی د هر چا حق دی او باید دا حق خوندي وي

کابل/دتلې٣٠مه/باختر
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي چې اطلاعاتو ته لاسرسی له قانوني اړخه د هر افغان حق دی او موږ ټول مکلف یوو، چې ددې حق د خوندي ساتلو لپاره کار وکړو.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنیت سلاکار اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له رييس او غړو سره په خبروکې ټینګار وکړ چې افغان حکومت د ولس ټولو وګړنیزو حقونو ته ژمن دی او کمېسیون باید په جرات او جدیت سره کار وکړي.
د کمېسیون رييس او غړو وروسته له دې چې د خپل کار او قانوني صلاحیتونو په اړه معلومات ورکړل وویل چې لاهم ځینې ستونزې شته چې معلوماتو ته د خلکو لاسرسی ستونزمنوي.
دوی وویل چې ځینې ادارې او بنسټونه په دې برخه کې همکاري نه کوي او کله نا کله ستونزې رامنځته کېږي.
د ملي امنیت سلاکار ژمنه وکړه چې د ملي امنیت شورا دفتر په دې اړه هر ډول قانوني همکارۍ ته تیار دی او له نورو ادارو سره به هم د اړتیا په صورت کې همغږي وکړي چې په دې اړه د ممکنه ناغېړیو مخه ونیسي.
پاى- ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته