ټولنه

د باميانو په يکاولنګ کې د ډله ييز شهادت دکاليزې درناوى وشو

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٠ :
دباميانو ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ د څه دپاسه ٣٠٠ تنو اوسيدونکو د ډله ييز شهادت د څوارلسمې کاليزې درناوى وشو.
کال په کال د مرغومي د مياشتې په ١٩ نيټه د غونډو په ترڅ کې د دغې ورځې درناوى کيږي .
د باميانو په ولايت کې د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون ر ييس روح الله فروغ دباخترآ ژانس خبريال ته وويل:  د١٣٧٩ کال  دمرغومي دمياشتې په ١٩ نيټهوژل شوي کسان  بيګناه خلک وو، اجباري کډې کول او ډله ييزې وژنې وې چې  په هيڅ صورت او په هيڅ مذهب کې دمنلو  وړ نه دى او دا غير انساني او غيراسلامي  او بشري ضد عمل دى چې طالبانو ترسره کاوه .
ده زياته کړه  کله چې د ١٣٧٩ کال د مرغومي دمياشتې په  ١٩ نيټه  په يکاولنګ ولسوالۍ کې دطالبانو رژيم واکمن شو؛ په پرله پسې توګه په دريو ورځو کې يې څه دپاسه ٣٠٠ تنه بيګناه خلک شهيدان کړل.
په باميانوکې د سولې د عالي کميټې رييس صادق علي يار وويل:  د يکاولنګ دغه اوسيدونکي د دې لپاره شهيدان شول چې يکاولنګ په هغه وخت کې  د مقاومت  او عدالت غوښتنې په مرکز بدل شوى و او د شهيدانو مړي درې شپې او درې ورځې دواورې پرمخ پاتې شول چې له دريو شپو او ورځو  وروسته دماشومانو او ښځو له خوا  خاورو ته وسپارل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته