کابل باختر چنګاښ دمياشتې ١٢نيټه :
په ميمنې ښارکې د وګړني پاڅون د يوه قوماندان له نيول کيدو وروسته نن په دغه ښارکې حالت ګډوډ دى .
د وګړني پاڅون کوونکو يو قوماندان نظام الدين قيصاري پرون له هغه وروسته ونيول شو چې د هغې غونډې د ګډوډولو سبب شو چې د وسله وال پوځ دلوى درستيز دمرستيال جنرال عبدالحميد حميد، د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندان تورنجنرال ارکانحرب امان الله امين او د فارياب ولايت د يوشمېر نورو ملکي او پوځي مسوولينو په ګډون په ميمنې ښارکې جوړه شوې وه او د غونډې د غړو سپکاوى يې وکړ .
دغه راز د ده افرادو وسلې پورته کړې او په نښتې يې لاس پورې کړ چې په نتيجه کې د ده درې تنه افراد ووژل شول او خپله قيصاري له خپلو ديرشو تنو افرادو سره يې بې وسلې او نيول شو او د تحقيقاتو په خاطر کابل ته وليږدول شو.
له دغې پيښې وروسته د ميمنې ښار د حالاتو د خرابوالي رپوټونه ورکړل شول او د ډزو غږونه په ښارکې اوريدل کيږي.
د يادونې وړ ده چې د ميمنې _ شبرغان د لويې لارې د امنيت د تامينولو دګټورو لارو چارو د موندلو په خاطر په ميمنې ښارکې امنيتي غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د وسله والو ځواکونو د لوى درستيز مرستيال، د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان، د کوماندو د دريمې لوا قوماندان د فارياب ولايت امنيه قوماندان، دملي امنيت رئيس او د دغه ولايت نورو امنيتي چارواکو ګډون کړى و او په دې غونډه کې د ميمنې _ شبرغان د لويې لارې په دواړو خواوو کې د عملياتو په ترسره کولو ټينګارکوي.
نظام الدين قيصاري د اسلامي جنبش له قوماندانانوڅخه دى .
پاى ج ذ