کابل باختر د لړم دولسمه :
دداعش يوولس غړي نن دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې دهوايي بريد له امله ووژل شول .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې دداعش يوولس غړي ووژل شول .
ده وويل تروريستان داچين ولسوالۍ په يوه پټنځي کې دتروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې دبې پيلوټه الوتکو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ