نړۍ

ايران : له ګاونډيو هيوادونو سره داړيکو پراختيا زموږ د بهرنى سياست لومړيتوب دى

تهران – باختر دليندۍ ديارلسمه
دايران دبهرنيو چارو وزير على اکبر صالحى ويلي دي چې له ټولو هيوادونو سره داړيکو ټينګښت او پراختيا ايران ته اهميت لري خو ګاونديان زموږ دولت او نظام ته زيات ارزښت لري.
صالحى ديکشنبې په شپه دسيستان او بلوچستان ولايت ته ديو ورځني سفر له پاى ته رسيدو او ددغه هيواد د جنوب ختيځ دسمندرى او وچې دپولو له کتنې وروسته په زاهدان ښار کې ددغه ولايت دمالونو او موادو له قاچاقو سره دمبارزې دکميسيون په غونډه کې وويل: ايران په اوږدو پولو سره يو هيواد دى چې دنړۍ په نقشه کې پنځلسو مهمو او ستراتيژيکى هيوادونو هغه احاطه کړى دى او موږ ته دغه هيوادونه دنورو په نسبت ډير مهم دى.
دايران دبهرنيو چارو وزير زياته کړه چې له ګاونډيو هيوادونو سره داړيکو ټينګښت دايران دبهرنى سياست لومړيتوب دى ځکه له هغو سره زياتې ګډې ګټې لرو. صالحى زياته کړه چې ايران  په نړۍ کې ستراتيژيکي موقعيت لري اوپه داسې حال کې چې زياتره هيوادونه دڅو کيلو مترو پولې دلرلو په هيله دى له شمال څخه تر جنوب او له لويديځ څخه ترختيځ پورې زموږ د هيواد ټولې پولې ممتاز او ځانګړې موقعيت لري او آن که چيرې له فضا څخه ورته وګورو دسمې وچې کرى په زړه او مرکز کې ترسترګو کيږي، ده دغه راز دسيستان او بلوچستان ولايت نسبى ښيګنو ته په اشارې سره څرګنده کړه: په ايران کې يوازې دغه ولايت په مستقيمه توګه له آزادو اوبواو سمندر سره اړيکې لري او دوه ستر او مهم هيوادونه هم زموږ دهيواد ترڅنګ دي.
ده څرګنده کړه ددغو دوو هيوادونو خلک په ټولو اړخونو کې له ايران سره علاقمندى لري چې  له  دغه ظرفيت څخه کيدى شي دسيستان او بلوچستان د لازيات پرمختګ او پراختيا لپاره ګټه واخستل شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته