امنیت

دطالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

کابل باختر  د چنګاښ  ٢ :
د غور ولايت امنيتي مقاماتو د پسابند ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال او دغه راز د يو تن ماين ښخوونکى د وژلو خبرورکړ.
دغورولايت امنيه قوماندان سمونول دلاورشاه دلاور باخترآژانس ته وويل: د پسابند ولسوالۍ ته دطالبانو نومول شوى ملامحمود په فکورمشهور تيره شپه ددغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ناپيژندل شويووسله والو کسانوله خوا ووژل شو.
دلاورشاه وويل: دغه راز يوتن ماين ښخوونکى چې غوښتل يې د پسابندولسوالۍ مرکز د کاکوري د سيمې په لاره کې يوماين ښخ کړي؛ دخپل ماين د چاودنې له امله ووژل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته