امنیت

دوه تنه ترکي عسکر په يوه چاودنه کې ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
دوه تنه ترکي عسکر نن په ننګرهار ولايت کې د بم د چاودنې له امله ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د بهسودو ولسوالۍ د ديمي ګا په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ترکي سرتيرو د سپرلۍ په کاروان د هغه بم بريد وشو چې په يو زرنج موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى و چې د چاودنې له امله يې دوه تنه ترکي عسکر ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
دولتزي زياته کړه چې په دې پيښه کې يو ماشوم چې له سيمې څخه تيريده؛ هم ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته