امنیت

انجینیر محمد خان: ولس باید د خپل حکومت تر شا ودریږي؛ تر څو د شته ستونزو مخه ونیول شي

کابل باختر د وږي   يوولسمه
د افغانستان داسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجينيرمحمدخان د ننګرهارولايت له یو شمېر مشرانو، سپین ږیرو، مخورو او عالمانو سره په مرمرینه ماڼۍ کې وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه کتنه چې د ختیځ ولایت ننګرهار د یو شمېر ستونزو په اړه تر سره شوه، د ننګرهار یو شمېر مشرانو خپلې ستونزې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته په ډاګه کړې.
دوى وزګارتيا، د پوهنې په برخه کې ستونزې او په وروستیو کې د داعش دډلې فعالیتونه د اندېښنې وړ و بلل او ویې ویل چې داعش د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې په ورانکاریو لاس پورې کړی، چې دولت باید ورته کلکه پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته