سیاست

د مشرانو جرګې رييس د قطر د سفارت له شارژدافیر سره وکتل

کابل/ د مرغومي ۲۴ مه / باختر
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلم یار د خپل کار په دفترکې په کابل کې استوګن د قطر د سفارت له شارژدافیر فیصل باخیت سره وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په کتنه کې ښاغلي فیصل باخیت د افغانستان د مشرانوجرګې رييس ته د قطر شورا د مجلس د رييس رسمي بلنلیک د وړاندې کولو ترڅنګ د قطر په مارکیټونو کې افغاني تولیداتو ته د بازار موندنې لپاره یې د خپل هېواد د هڅو یادونه او وویل: دغه سفارت چې اوسمهال د افغانستان دولتي چاراکو ته ویزې صادروي؛ هوډمن دى دغه بهیر عادي افغانانو ته هم پیل شي.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلم یار د قطر شورا د مجلس د رييس له رسمي بلنې څخه مننه څرګنده او وویل چې په یوه مناسب فرصت کې به له قطري چارواکو سره د کتنې په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي او هم یې ډاډ ورکړ چې مشرانوجرګه هم چمتو ده چې د پارلماني اړیکو د ټینګښت په موخه د قطر شورا د مجلس د غړو کوربه توب وکړي.
د مجلس ريیس زیاته کړه: د کرنېزو محصولاتو په ګډون د افغانستان تولیدات چې د کیفیت له پلوه د سیمې او نړۍ په کچه ځانګړی شهرت لري، په قطر کې یې بازار موندنه کولای شي قطری پانګه والو ته ښه او ګټور انتخاب وي.
پاى/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته