امنیت

دماين پاکولو دموسسې څلور تنه کارکوونکي له وسايطو سره يې وتښتول شول .

-کابل باختر د لړم  نولسمه :
  داسترلنګ دماين پاکولو موسسې څلور تنه کارکوونکي له  وسايطو سره يې پرون په لوګر ولايت کې وتښتول شول
ناپيژاندو وسله والو کسانو داسترلنګ  دماين پاکولو موسسې  څلور تنه کارکوونکي  له اوو وسايطو سره په لوګر ولايت کې وتښتول .
دلوګر دوالي وياند سليم صالح  باختراژانس ته خبر ورکړ ناپيژاندو وسله والو کسانو دماين پاکولو څلور تنه کارکوونکي او دهغوى واسطې دلوګر ولايت دخوشي ولسوالۍ دکاريزونو له سيمې څخه تښتولې دي او تراوسه پورې  دهغوى په بند کې دي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل دتښتول شويو کسانو دموندلو لپاره دامنيتي ځواکونو هلې ځلې پيل شوې او دغه راز دقومي مشرانو له لارې  دهغوى د ازادولولپاره هڅې دوام لري .
ويل کيږي  په روان کال کې څو ځلې دماين پاکولو دموسسو کارکوونکي  او دهغوى واسطې په لوګر ولايت کې تښتولې شوې دي .
لکه څنګه چې شپږ مياشتې مخکې هم دهلوترست دماين پاکولو موسسې  کارکوونکي دطالبانو له خوا په محمد اغې ولسوالۍ کې تښتول شوي و چې دسپين ږيرو  په منځګړيتوب او دامنيتي ځواکونو په همکارى دطالبانو له بند څخه ازاد کړاى شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته